ایران یو لوړ پوړی اقتصادي او سوداګریز پلاوی کابل ته راورسېد
نن دوشنبه (د وږي څلیریشتمه) له غرمې مخکې د ایران یو اقتصادي او سوداګریز پلاوی د صنعت، کانونو او سوداګرۍ د وزیر سید محمد عطابک پر مشرۍ کابل ته راورسېد.
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویلي؛ افغانستان ته د ایران اسلامي جمهوریت د پلاوي د سفر موخه د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا او د ټرانزیټ او ګډو پانګونو په برخو کې د آسانتیاوو برابرولو لپاره د ستونزو او خنډونو پېژندل دي.
د پلاوي مشر سید محمد عطابک ویلي، چې د دواړو هېوادونو تر منځ به سوداګریزو همکاریو ته پراختیا ورکړ شي.
ټاکل شوې، چې دا پلاوی د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ، کانونو او پټرولیم او عامه خدماتو وزارتونو او د افغانستان د خصوصي سکټور له غړو سره وګوري.
دغه راز دا پلاوی به هرات ولایت ته سفر وکړي او د اوسپنېپټلۍ، کانونو او اسلامکلا بندر څخه به هم لیدنه وکړي.
د یادونې ده، چې په دې پلاوي کې د پارلمان یو شمېر غړي، د خصوصي سکټور غړي او اړوندې ادارې شاملې دي.

Comments
Post a Comment