په افغانستان کې د نوري فایبر تړل د انټرنېټ او ټلیفوني شبکو فلج کېدو لامل شول


 په افغانستان کې د سرپرست حکومت د پرېکړې له مخې د نوري فایبر د انټرنېټي شبکو تړل د دې لامل شوي چې د هېواد په کچه د ټلیفوني او مخابراتي اړیکو بهیر هم ټپه ودریږي.

د انټرنېټ د څار ادارې نېټبلاکس په وینا، اوس مهال افغانستان له پراخ او بشپړ مخابراتي بندیز سره مخ دی او د انټرنېټ لاسرسی نږدې په ټول هېواد کې پرې شوی دی.

نړیوالو خبري اژانسونو خبر ورکړی چې په کابل کې یې له خپلو دفترونو سره اړیکه پرې شوې او د موبایل انټرنېټ، سټلايټ خپرونې او مخابراتي شبکې سختې اغېزمنې شوې دي. ځینې سرچینې وايي، د کابل له هوايي ډګره الوتنې هم ګډوډې شوې او لږ تر لږه اته پروازونه لغوه شوي دي.

Comments

Popular posts from this blog

AI په دوبۍ کې د 2025 نړیوال حکومتونو په غونډه کې د مرکز مرحله اخلي

د متحده عربي اماراتو راس الخیمه به تر 2027 پورې بریښنایی هوایی ټکسي پیل کړي

په کابل کې د لیدلو لپاره غوره ځایونه