د افغانستان له زلزله‌ځپلو سره د جاپان او روسيې د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرستې

کابل (پژواک، ۱۴ وږی ۱۴۰۴): د افغانستان په ختیځ کې د زلزله‌ځپلو لپاره د جاپان د غیرخوراکي توکو مرسته کابل ته رارسېدلي او روسيې هم له دغو زلزله‌ځپلو سره د مرستې لپاره ۲۰ ټنه خوراکي توکي را استولي دي.

افغانستان کې د جاپان سفارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې نن سهار د دغه هېواد بېړنۍ مرستې چې خیمې او کمپلې په کې شاملې دي، کابل ته راورسېدې او د سره صليب او سرې میاشتې نړۍوال فدراسیون او افغاني سرې میاشتې ټولنې ته وسپارل شوې.

سرچینې زیاته کړې چې یادې مرستې به ډېر ژر د هېواد ختیځ کې زلزله‌ځپلو ته ووېشل شي.

په خبرپاڼه کې دغه‌راز ټینګار شوی چې جاپان به د افغانستان له خلکو خپل ملاتړ ته دوام ورکړي .

دغه‌راز، د راپورونو له مخې، د روسیې د بېړني وضعيت وزارت د خپلو بشردوستانه مرستو لومړنۍ جوپه د افغانستان په ختيځ کې زلزله‌ځپلو ته رالېږلې ده.

روسي رسنیو راپور ورکړی چې د مرستو یاده جوپه کې ۲۰ ټنه خوراکي توکي شامل دي او د دغه هېواد د ولسمشر ولادیمیر پوتین د فرمان له مخې افغانستان ته لېږل شوې ده.

د ا.ا مرستیال ویاند حمدالله فطرت پرون ويلي و چې د کونړ په زلزله کې تردې دمه د شهیدانو شمېر ۲۲۰۵ او د ټپیانو شمېر ۳۶۴۰ کسانو ته لوړ شوی او په زلزله‌ځپلو سيمو کې اوس هم د ژغورنې عملیات روان دي.

یاده زلزله د دوشنبې په شپه شاوخوا ۱۲ بجې په کونړ، لغمان، ننګرهار، نورستان او پنجشېر کې وشوه او ډېر زیان او مرګ‌ژوبله يې په کونړ کې اړولې ده.

 

Comments

Popular posts from this blog

متحده عربي امارات د تاریخي روسیې او اوکراین د بندیانو تبادله منځګړیتوب کوي

متحده عربي اماراتو افغانستان ته ۱۰۵ ټنه زلزله ځپلو ته مرسته واستوله

په کابل کې هدفي بریدونه: د طالبانو د قوماندانانو پر وړاندې سیوري جګړه