متقي له خپل روسي سیال سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړي


 کابل (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۴): د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر له خپل روسي سیال سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د سیاسي اړیکو د لا پیاوړتیا، د اقتصادي همکاریو د پراختیا او د سیمه‌ییزو موضوعاتو په اړه خبرې کړي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې مولوي امیر خان متقي، د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ اوومې مشورتي ناستې په څنډه کې روسیې فدراسیون د بهرنیو چارو له وزیر، سرګي لاوروف سره وکتل.

خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د سیاسي اړیکو د لا پیاوړتیا، اقتصادي همکاریو د پراختیا او پر سیمه‌ییزو موضوعاتو هر اړخیزې خبرې وکړي

یاد وزارت لیکلي، متقي د روسیې فدراسیون له خوا د افغانستان د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې له پرېکړې مننه وکړه او دا یې د دواړو هېوادونو د اړیکو په مسیر کې یو مهم او تاریخي تحول وباله.

هغه ویلي چې د رسمیت اعلان نه یواځې د سیاسي او اقتصادي همکاریو نوې دروازې پرانیستې، بلکې په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د فعال رول په لور یو مهم ګام هم بلل کېږي.

خبرپاڼه کې راغلي، همداراز، متقي د نشه‌یي توکو پر ضد مبارزې، سیمه‌ییزو اقتصادي پروژو او ټرانسپورتي دهلیزونو په برخو کې د متقابلې همکارۍ پر اهمیت ټینګار وکړ.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر لاوروف هم ویلي چې د افغانستان د اسلامي امارت رسمیت پېژندنه د دواړو هېوادونو تر منځ په سیاسي، اقتصادي او نړیوالو همکاریو کې بې‌سارې فرصتونه رامنځته کړي دي او په نږدې راتلونکي کې به یې دواړه هیوادونه د مثبتو پایلو شاهدان ووسي.

بهرنیو چارو وزارت لیکلي، ‎لاوروف همداراز د نشه‌یي توکو د قاچاقو د مخنیوي، د امنیت د ټینګښت او نورو برخو کې د اسلامي امارت هڅې وستایلې او ټینګار یې وکړ چې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا ترڅنګ باید د مسکو فارمټ په څېر سیمه‌ییزو میکانیزمونو څخه هم اغېزمنه استفاده وشي.

نوموړي د اسلامي امارت د لاسته راوړنو او خپلواک دریځ ستاینه وکړه او د سیمي په ګټه یې وباله.

Comments

Popular posts from this blog

AI په دوبۍ کې د 2025 نړیوال حکومتونو په غونډه کې د مرکز مرحله اخلي

د متحده عربي اماراتو راس الخیمه به تر 2027 پورې بریښنایی هوایی ټکسي پیل کړي

په کابل کې د لیدلو لپاره غوره ځایونه