د هند د روغتیا او کورنۍ هوساینې مرکزي وزیر، جي‌پي نډا، ویلي چې د ۲۰۲۵ کال


 د هند د روغتیا او کورنۍ هوساینې مرکزي وزیر، جي‌پي نډا، ویلي چې د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په میاشت کې افغانانو ته د نوي ویزې سیستم له پیل راهیسې، په تېرو څلورو میاشتو کې تر ۵۰۰ زیاتې ویزې ورکړل شوې دي چې له دې ډلې تر ۲۰۰ ډېرې طبي ویزې دي.

هند یو ځل بیا ټینګار کړی چې د بېړنیو او جدي ناروغیو لرونکو افغان ناروغانو ته به په هند کې وړیا درملنه برابره کړي او د طبي ویزو په برخه کې به لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړي.
همداراز، هند پر دې کار کوي چې د هندي ډاکټرانو یو لوړپوړی پلاوی افغانستان ته ولېږي، څو هلته طبي کمپونه جوړ کړي او افغان ډاکټرانو ته مسلکي روزنه ورکړي.

Comments

Popular posts from this blog

متحده عربي امارات د تاریخي روسیې او اوکراین د بندیانو تبادله منځګړیتوب کوي

متحده عربي اماراتو افغانستان ته ۱۰۵ ټنه زلزله ځپلو ته مرسته واستوله

په کابل کې هدفي بریدونه: د طالبانو د قوماندانانو پر وړاندې سیوري جګړه