پر کابل برید د هیڅ پلمې له مخې د منلو وړ ندی

 

د جمعیت علمای اسلام ګوند د مشر مولانا فضل الرحمن پر مشرۍ د “پاکستاني امت یووالي” تر سرلیک لاندې د پاکستاني عالمانو د غونډې ګډونوالو د کابل او اسلامآباد له حکومتونو غوښتي، چې رامنځته شوي اختلافات د خبرو له لارې حل کړي.

په غونډه کې مولانا فضل الرحمن د پاکستان پر پوځي پالیسیو نیوکه کړې او څرګندوي؛ د دښمنانو د پر نښه کولو پر پلمه پر افغانستان برید د منلو وړ ندي.

هغه پاکستاني پوځ ته په خطاب کې ویلي: “که تاسې پر کابل برید پدې پلمه کوئ، چې ګواکې ستاسې دښمن هلته حضور لري؛ نو بیا ولې کله، چې هند په پاکستان کې خپل دښمنان پر نښه کوي ورسره مو غبرګون توپیر مومي؟”

هغه دا ټینګار هم کړی، چې د کړکېچ دوام د دواړو خواوو پر ګټه ندی او له اوسنیو بحرانونو څخه د وتلو یوازنۍ لار په اختلافاتو کې د ښکېلو لوریو خبرې، همغږي او متقابل درناوی دی.

دا غونډه په داسې وخت کې ترسره شوې، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې په وروستیو میاشتو کې له یو اړخیزو ننګونو، هوایي او ځمکنیو بریدونو او کړکېچونو سره مخ، لارې بندې او سوداګري پر ټپه درېدلې ده.

Comments

Popular posts from this blog

AI په دوبۍ کې د 2025 نړیوال حکومتونو په غونډه کې د مرکز مرحله اخلي

د متحده عربي اماراتو راس الخیمه به تر 2027 پورې بریښنایی هوایی ټکسي پیل کړي

روسیې د افغانستان اسلامي امارت وړاندیز شوی سفیر ومانه