په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سفیر مولوي بدرالدین حقاني د ابوظبي د دولتي هوايي شرکت، اتحاد، د امنیت له رییس عمر سعید المعماري سره ولیدل. افغانستان
په متحده عربي اماراتو کې د ا.ا.ا سفیر، مولوي بدرالدین حقاني د ابوظبي د دولتي هوايي شرکت «اتحاد» د امنیتي چارو له رئیس، عمر سعید المعمري سره په لیدنه کې افغانستان ته د یاد شرکت د الوتنو د پیل په اړه خبرې کړې دي.ابوظبي کې د افغانستان سفارت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، المعمري ډاډ ورکړی چې په نږدې راتلونکې کې به افغانستان ته د «اتحاد» الوتنې په منظم ډول پیل شي. افغان سفیر ویلي، کابل ته د «اتحاد» د الوتنو پیل به د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ دوهاړخیزې اړیکې لا پیاوړې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې او تګ راتګ د کچې په پراختیا کې به مهم رول ولوبوي.
Comments
Post a Comment