دوحه کې د ا.ا سفیر د فرانسې له شارژدافیر سره پر دوه اړخيزو اړيکو غږېدلی
د افغانستان سفارت په قطر کې پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې په دوحه کې د ا.ا سفير محمدسهیل شاهین، د افغانستان لپاره د فرانسې له شارژدافیر فابریس سیباسټین سره وکتل او خبرې یې وکړې.
سرچینه کاږي، دواړو لورو په دې لیدنه کې د افغانستان د اقتصادمحوره بهرني سیاست، د روغتيايي خدمتونو څرنګوالي او ښهوالي، د راستنېدونکو کډوالو د اړتیاوو او د افغانستان او فرانسې ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو په اړه بحث او خبرې وشوې.
دغهراز، د فرانسې شارژدافیر څرګنده کړه چې د دې موضوعاتو او نورو اړوندو مسایلو څېړلو لپاره به په راتلونکي کې افغانستان ته سفر وکړي

Comments
Post a Comment