مادورو د امریکا په محکمې کې: زه عزتمن او بې‌ګناه یم

د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو د نیویارک د منهتن په محکمې کې د نشه‌يي توکو او وسلو اړوند تورونه رد کړي دي.

سي‌بي‌اېس دوشنبه د جنورۍ پر ۵مه راپور ورکړی چې مادورو د خپل ژباړونکي په وسیلې محکمې ته ویلي چې «عزتمن» او «بې‌ګناه» دی.

مادورو زیاته کړې: «زه بې‌ګناه یم. ګناهګار نه یم. زه عزتمن او د خپل هېواد ولسمشر یم.»

د راپورونو له مخې، د مادورو مېرمنې هم د نشه‌يي توکو او وسلو اړوند تورونه رد کړي دي.

مادورو او مېرمن یې له نیول کېدو دوه ورځې وروسته په نیویارک کې یوې محکمې ته لېږدول شوي دي.

 

Comments

Popular posts from this blog

متحده عربي امارات د تاریخي روسیې او اوکراین د بندیانو تبادله منځګړیتوب کوي

متحده عربي اماراتو افغانستان ته ۱۰۵ ټنه زلزله ځپلو ته مرسته واستوله

په کابل کې هدفي بریدونه: د طالبانو د قوماندانانو پر وړاندې سیوري جګړه