د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن له سکاټلینډ سره تمریني لوبه ترسره کوي
کابل (پژواک، ۱۳ سلواغه ۱۴۰۴): د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د ۲۰۲۶ کال د نړیوال جام سیالیو ته د چمتووالي په موخه نن له سکاټلینډ سره خپله لومړۍ تمریني لوبه ترسره کوي.
د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د کرکټ ملي لوبډله نن له سکاټلینډ سره خپله لومړۍ تمریني لوبه ترسره کوي.
د افغانستان او سکاټلینډ ترمنځ لوبه د ماسپښین په دوه بجې د هند په بنګلور ښار کې ترسره کېږي.
دغه راز، افغان لوبډله به د ۲۰۲۶ کال د نړیوال جام سیالیو ته د چمتووالي په موخه خپله دویمه تمریني لوبه د روانې فبروري میاشتې په څلورمه له وېسټانډیز سره ترسره کړي.
د ۲۰۲۶ کال شلاوریزه نړیوال جام سیالۍ د روانې فبروري میاشتې په ۷مه د هند او سریلانکا په کوربهتوب پیلېږي.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به په نړیوال جام کې خپله لومړۍ لوبه د فبروري میاشتې په اتمه له نیوزلینډ سره ترسره کړي.

Comments
Post a Comment