روسیې د افغانستان اسلامي امارت وړاندیز شوی سفیر ومانه


 د بهرنیو چارو وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ په دې ناسته کې، چې د یکشنبې پر ورځ( د غبرګولي یوولسمه) ترسره شوه؛ دواړو خواوو د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو د نوي فصل د پیل، د کازان په غونډه کې د ترلاسه شویو تفاهمونو او همدارنګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو کاري کمیټو د فعالیتونو په اړه بحث وکړ.
Last Updated on: غبرګولى ۱۲, ۱۴۰۴

په کابل کې د روسیې سفیر دمیتري ژیرنوف په مسکو کې د افغانستان اسلامي امارت د وړاندیز شوي سفیر د منلو رسمي یادښت د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي ته وسپاره.

د بهرنیو چارو وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ په دې ناسته کې، چې د یکشنبې پر ورځ( د غبرګولي یوولسمه) ترسره شوه؛ دواړو خواوو د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو د نوي فصل د پیل، د کازان په غونډه کې د ترلاسه شویو تفاهمونو او همدارنګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو کاري کمیټو د فعالیتونو په اړه بحث وکړ.

ژیرنوف هیله څرګنده کړې، چې د ډیپلوماټیکو اړیکو د کچې په لوړولو سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري په بېلابېلو برخو کې پراختیا ومومي.

دغه راز د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي، له روسیې سره د اړیکو د نوي فصل له پیل هرکلی وکړ او هیله یې څرګنده کړه، چې په دې مرحله کې دواړه هېوادونه به وکولی شي په بېلابېلو سکټورونو کې دوه اړخیزه همکاري نوره هم پراخه کړي.

Comments

Popular posts from this blog

نړیوال اتحاد په ازبکستان کې د CIS سیمه کې د فاضله اوبو د درملنې ترټولو لوی فابریکه جوړولو لپاره 1 ملیارد ډالر خوندي کوي

د متحده عربي اماراتو د پاکې انرژۍ پانګونه له AED 45 ملیارد څخه زیاته ده: د پایښت لرونکي راتلونکي مخکښ کول

د درې اړخیزو اړیکو پیاوړتیا: د هند-فرانسې-متحده عربي اماراتو مجازی غونډه