په چین کې د ا.ا.ا سفیر، مولوي بلال کریمي د چین د بهرنیو چارو وزارت د اسیايي برخې له مشر لیوجین‌سونګ او د افغانستان لپاره له ځانګړي استازي یوشیاویونگ سره وکتل.

 

په چین کې د ا.ا.ا سفیر، مولوي بلال کریمي د چین د بهرنیو چارو وزارت د اسیايي برخې له مشر لیوجین‌سونګ او د افغانستان لپاره له ځانګړي استازي یوشیاویونگ سره وکتل.
په بجینګ کې د افغانستان سفارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو، د واخان دهلیز په فعاله کولو، کونسلي چارو او اړوندو نورو موضوعاتو خبرې وشوې.
افغان سفارت لیکلي چینايي لوري د افغانستان خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت ته د درناوي ترڅنګ، د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.
سرجینه زیاتوي چې افغان سفیر د چین له مثبت دریځه ستاينه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې همکارۍ اړينې وبللې.

Comments

Popular posts from this blog

متحده عربي امارات د تاریخي روسیې او اوکراین د بندیانو تبادله منځګړیتوب کوي

متحده عربي اماراتو افغانستان ته ۱۰۵ ټنه زلزله ځپلو ته مرسته واستوله

په کابل کې هدفي بریدونه: د طالبانو د قوماندانانو پر وړاندې سیوري جګړه