په افغانستان کې د هزاره ګانو نسل وژنه

افغانانو د نړۍ په ۹۶ ښارونو کې د "افغانستان د هزاره ګانو د نسل وژنې" د مخنیوي لپاره لاریون وکړ


د کابل په لوېدیځ کې د کج پر ښوونځي له ترهګریز برید وروسته چې له امله یې تر سلو زیات زده کوونکي چې اکثره یې هزاره ګان وو، ووژل او ټپیان شول، افغانانو د نړۍ په ۹۶ هېوادونو کې د ټولو افغان توکمونو په شتون سره په افغانستان کې د هزاره ګانو د نسل وژنې پر ضد لاریون وکړ

په امریکا، اسټرالیا، کاناډا، جرمني، نیوزیلینډ، اندونیزیا او یو شمیر نورو هیوادونو کې افغان اتباع د شنبې په ورځ د اکټوبر په اتمه راټول شوي وو او د هغه څه پر ضد یې مظاهره وکړه چې دوی یې د هزاره ګانو نسل وژنه بولي

په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي عکسونه ښیې چې سلګونه لاریون کونکي په واشنګټن ډي سي، سیډني، برلین او نورو ښارونو کې سړکونو ته راوتلي دي

د لاريون کوونکو له لوري د خپاره شوي نوملړ له مخې، دا لاريونونه اوسمهال د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو په ٩٦ ښارونو کې روان دي

مظاهره کوونکي غواړي چې د هزاره ګانو نسل وژنه دې
وپېژندل شي او عاملین دې محاکمه شي

تر اوسه په افغانستان کې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره د سیاستوالو، هنرمندانو او لیکوالانو په ګډون په لسګونو کورنیو او نړیوالو شخصیتونو په ځانګړې توګه د هزاره ګانو پر وړاندې له مبارزې سره یوځای شوي دي


په ټویټر کې د "#StopHazaraGenocide" هشټاګ 7 ملیونه ځله شریک شوی

د يادونې وړ ده، چې د کابل په لوېديځ کې د کج پر ښوونيز مرکز له ځانمرګي بريد وروسته د "هزاره ګانو د نسل وژنې" پر ضد لاريونونه ډېر شوي او اوس نړيوال شوي دي

د نړۍ په بېلابېلو ښارونو کې د هزاره ګانو د سیستماتیک وژنې په اعتراض کې د سلګونو افغانانو د حضور انځورونه لاندې دي



























Comments

Popular posts from this blog

نړیوال اتحاد په ازبکستان کې د CIS سیمه کې د فاضله اوبو د درملنې ترټولو لوی فابریکه جوړولو لپاره 1 ملیارد ډالر خوندي کوي

د متحده عربي اماراتو د پاکې انرژۍ پانګونه له AED 45 ملیارد څخه زیاته ده: د پایښت لرونکي راتلونکي مخکښ کول

د درې اړخیزو اړیکو پیاوړتیا: د هند-فرانسې-متحده عربي اماراتو مجازی غونډه