د قوش تيپې نندارتون د فارياب سيمه ييزو توليداتو ته وده ورکوي
د قوش تيپې نندارتون د لومړي ځل لپاره د فارياب ولايت په مرکز ميمنه کې د يوه خصوصي شرکت او د دغه ولايت د صنايعو او سوداګرۍ رياست په همکارۍ جوړ شو.
د چارواکو په وینا، دغه نندارتون به درې ورځې دوام وکړي او موخه یې د کورنیو تولیداتو معرفي او بازار موندنه ده.
په دغه نندارتون کې څه باندې ۴۰ غرفې د لاسي صنایعو، کرنیزو محصولاتو، ساختماني توکو، حفظ الصحې توکي او په محلي ډول تولید شوي درمل نندارې ته وړاندې شوي دي.
د فارياب د والي مرستيال حميدالله ارشاد د دغه نندارتون پر اهميت د ټينګار ترڅنګ وويل: "خلک اړ دي چې کورني توليدات وګوري او ګټه ترې واخلي. دا ډول نندارتونونه ډېر ګټور او اغېزمن دي."
د دغه نندارتون د تنظیموونکي شرکت رئیس محمد هاشم وهاج وویل: «دا نندارتونونه د کورنیو صنایعو په وده او پراختیا کې مهم رول لوبوي، د افغانستان اسلامي امارت پالیسي دا ده چې په خپلو پښو ودریږو او خپل تولیدات زیات کړو.»
په نندارتون کې ګډون کوونکو د سیمه ییزو تولیداتو د ملاتړ لپاره د کورنیو او نړیوالو بازارونو د رامنځته کولو اړتیا په ګوته کړه.
يو تن ګډونوال سيد غلام سخي وويل: "موږ په دې نندارتون کې د فارياب د زعفرانو د نندارې لپاره برخه اخيستې وه، دا وښودله چې دغه محصول په دې ولايت کې توليد او پروسس کېږي."
یو بل ګډونوال ګلنار زیاته کړه: "موږ خپل ټول تولیدات دې نندارتون ته راوړل. موږ هیله لرو چې لا زیاتې ودې ته ورسوو ځکه چې موږ د خپل ژوند لپاره پر دې تکیه کوو."
يوې بلې ګډونوالې خديجې د خپل ژوند سختو شرايطو ته اشاره وکړه او ويې ويل: "زه نهه کوچني ماشومان لرم او مېړه نه لرم او د همدې کار له لارې ژوند تېروم."
په تېر کال کې د هېواد په نورو ولايتونو کې د کورنيو توليداتو، لاسي صنايعو او کرنيزو توکو څو نندارتونونه جوړ شوي دي. د اقتصادي کارپوهانو په اند دغه نندارتونونه د محلي محصولاتو په معرفي کولو او بازار موندنه کې اغېزمن رول لوبولی دی.
Comments
Post a Comment