جلالي له خپل سعودي سیال سره د روغتيايي همکاريو پر پراختیا خبرې کړې


 کابل (پژواک، ۷ لړم ۱۴۰۴): د افغانستان او سعودي عربستان د عامې روغتیا وزیرانو د ساري او غیرساري ناروغیو د وقایې، د نشه‌يي توکو د کارونې د مخنیوي، د درملو د کیفیت او قانوني وارداتو د خوندیتوب، د پولیو د له منځه وړو برخه کې د ښې همغږۍ پر لارو چارو خبرې کړې دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت وزیر مولوي نورجلال جلالي سعودي عربستان ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د شاهي دولت د عامې روغتیا له وزیر فهد عبدالرحمن الجلاجل سره لیدلي دي.

سرچینه زیاتوي: «په دې لیدنه کې د پاکستان د عامې روغتیا وزیر هم حضور درلود، د ساري او غیرساري ناروغیو د وقایې، د نشه‌يي توکو د کارونې د مخنیوي، د روغتیايي همکاریو د لا پیاوړتیا، د درملو د کیفیت او قانوني وارداتو د خوندیتوب او د پولیو د له منځه وړو برخه کې د ګډو هڅو پر زیاتولو او د سلمان بنسټ له لوري د روغتیایي جوړښتونو د تقویه کولو په اړه بحث او خبرې ترسره شوې.»

خبرپاڼه راغلي چې مولوی نورجلال جلالي ویلي، د عامې روغتیا وزارت ژمن دی چې د ګډو پروګرامونو له لارې د ناروغیو مخنیوي او روغتیایي حالت ښه‌والي ته کار وکړي.

سرچینه کاږي چې د سعودي شاهي دولت د روغتیا وزیر افغان لوري ته د پولیو د له منځه وړو، نشه‌یي توکو مخنیوي او د روغتیايي بنسټونو د تقویې برخه کې د دوامدارې همکارۍ ډاډ ورکړ.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د افغانستان د عامې روغتیا وزیر د سعودي عربستان د عامې روغتیا د وزیر په رسمي بلنه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د روغتیايي همکاریو او همغږیو د پیاوړتیا په موخه یاد هېواد ته سفر وکړ.

Comments

Popular posts from this blog

AI په دوبۍ کې د 2025 نړیوال حکومتونو په غونډه کې د مرکز مرحله اخلي

د متحده عربي اماراتو راس الخیمه به تر 2027 پورې بریښنایی هوایی ټکسي پیل کړي

روسیې د افغانستان اسلامي امارت وړاندیز شوی سفیر ومانه