د اقتصاد وزارت چارسمبالي د انډونیزیا له شارژډافیر سره وکتل
د اقتصاد وزارت چارسمبالي دین محمد حنیف په افغانستان کې د انډونیزیا له شارژاډفیر ډاکټر ننډا اوولیسټ سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړېکو پر پراختیا ټینګار شوی دی.
په دې لیدنه کې، چې تېره ورځ په کابل کې ترسره شوې ده د انډونیزیا شارژاډفیر ډاکټر ننډا اوولیسټ ویلي؛ له افغانستان سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراختیا ته یې هېواد لیواله دی او د انډونیزیا شرکتونه چمتووالی لري، چې د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي سکټورونو کې پانګونه وکړي او د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د آسانتیا لپاره د سوداګرۍ او صنایعو خونې د ګډې خونې پر جوړولو ټینګار وکړي.
د اقتصاد وزارت چارسمبالي حنیف هم د اقتصادي اړیکو د ښه کولو لپاره د انډونیزیا سفارت له هڅو ستاینه وکړه او د افغانستان اقتصادي ظرفیتونو، پانګونې فرصتونو او د بهرنیو پانګوالو د راجلبولو لپاره د چمتو شو یو آسانتیاوو په اړه بشپړ وضاحتونه ورکړل.
دواړه لورو ژمنه کړې، چې د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره به نوي اقدامات تر سره او عملي ګامونه پورته کړي.
اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب وایي:«د اقتصاد وزارت چارسمبالي هم د اقتصادي اړیکو د ښه کولو لپاره د انډونیزیا سفارت له هڅو ستاینه وکړه او د افغانستان د اقتصادي ظرفیتونو،پانګونې فرصتونو او د بهرنیو پانګوالو د راجلبولو لپاره د چمتو شویو آسانتیاوو په اړه بشپړ وضاحتونه ورکړل».
د اقتصاد وزارت سرپرست د انډونیزیایي شرکتونو سوداګریزه همکاري او پانګونه په افغانستان کې د اقتصادي ودې او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو پر لور یو اړین ګام و باله.
د اقتصادي چارو ځیني کارپوهان هم په هېواد کې د انډونیزیايي شرکتونو پانګونه او اقتصادي فعالیتونه د دواړو هېوادونو لپاره اړین بولي او زیاتوي، چې له دې سره به په دواړه هېوادونو کې د اقتصادي پراخیتا لپاره زمینه پراخه شي.
د اقتصادي چارو شنونکي محمد نبي افغان ویلي: «د افغانستان او اندو نیزیا ترمنځ داقتصادي اړیکو پراختیا کولی شي د دواړه هیوادونو داقتصادي اړیکو ته پراختیا ورکړي مونږه هیله لرو چې زمونږه سکتوري اداري باید ددې هیواد سره داړیکو د تامین لپاره رسمي اقدامات پیل کړي».
دا په داسې حال کې ده، چې د خصوصي سکټور غړيو ويلي: که د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په سکټورو نو کې د پانګونې ظرفیت وي؛ نو د انډونیزیايي پانګولو د پانګونې د جذب لپاره دې هڅې زیاتي شي.
Comments
Post a Comment