په دغه سکواډ کې د شپږیزې ځينې مهم او ځلېدلي ستوری هم لیدل کېږي.
وفي الله تره خېل، بشیر احمد او عبدالله احمدزی په لومړي ځل د افغانستان د کرکت د شل اوریزې ملي لوبډلې په سکواډ کې لیدل کېږي. دروېش رسولي، سلیم ساپی او شرف الدین اشرف هم بېرته شل اوریز سکواډ کې خپل ځایونه موندلي.
زما په فکر د شپږیزې دوه درې نور لوبغاړي هم باید وای، خو د ۲۲ کسانو سکواډ غټ سکواډ دی، ډاډه یم چې هغوی به هم ژر په دغه سټیج کې ځانونه ووینی.
دا ځوان لوبغاړي به د ملي لوبډلې له لوبغاړو او په خاص ډول د ملي لوبډلې له نړیوالو روزونکو څخه ډېر څه زده کړي، بیا هم هیله لرم چې دا ټول د اسیا کپ او نړیوال جام سیالیو په سکواډونو او کمپونو کې هم وساتل شي، وپالل شي چې لا پاخه او ملي لوبډلې کې د لوبېدو ښه جوګه شي.
د کپتان راشد خان او د غوراوي د کمېټې د غړو او مشر دې کور ودان وي چې په همغږۍ سره یې د مجربو او ځوانو لوبغاړو دا ګډ سکواډ ترتیب کړ. زه ورته هیله من یم.
د وطن د بري او دغو ځوانو لوبغاړو د لا پرمختګ په هیله.
Comments
Post a Comment