نریندرا مودي وروسته له اوو کلونو چین ته سفر کوي

 

کابل (پژواک، ۱۶ زمری ۱۴۰۴): ټاکل شوې د هند لومړی وزیر نریندرا مودي وروسته له اوو کلونو چین ته سفر وکړي.

رویټرز خبري اژانس د یوې کره دولتي سرچینې په حواله راپور ورکړی چې نریندرا مودي به د روانې اګسټ میاشتې په ۳۱مه د شانګهای همکاریو سازمان په ترسره‌کېدونکې ناسته کې د ګډون لپاره چین ته ولاړ شي.

سرچینې لیکلي، د چین تیانجین ښار ته د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي سفر د شانګهای همکاریو سازمان په غونډه کې د ګډون لپاره دی؛ دغه سازمان یوه اوراسیايي امنیتي او سیاسي ډله ده چې روسیه یې هم غړیتوب لري.

د هند د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د مودي د دغه سفر په اړه څه نه دي ویلي.

نریندرا مودي وروستی ځل د ۲۰۱۸ کال په جون کې چین ته تلل و.

چین ته د مودي سفر په داسې حال کې کېږي چې له امریکا سره د هند اړیکې د ټرمپ له لوري د هند پر توکو د تعرفو لوړېدو او له روسیې د تېلو پېرلو له امله پر هند د امریکا د لا زیاتو بندیزونو لګولو له ګواښ وروسته په دې وروستیو کې په تر ټولو خراب وضعیت کې دي.

Comments

Popular posts from this blog

AI په دوبۍ کې د 2025 نړیوال حکومتونو په غونډه کې د مرکز مرحله اخلي

د متحده عربي اماراتو راس الخیمه به تر 2027 پورې بریښنایی هوایی ټکسي پیل کړي

په کابل کې د لیدلو لپاره غوره ځایونه