د کرکټ شل‌اوریز نړۍوال جام سیالۍ؛ نن د هند او پاکستان ترمنځ لوبه ترسره کېږي


 کابل (پژواک، ۲۶ سلواغه ۱۴۰۴): د ۲۰۲۶ کال د کرکټ شل‌اوریز نړۍوال جام سیالیو په لړ کې نن د هند او پاکستان لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره کېږي.

د هند او پاکستان ترمنځ لوبه نن د افغانستان پر وخت ماښام شپږ بجې د سریلانکا په پلازمېنه کولمبو کې ترسره کېږي.

د ۲۰۲۶ کال د کرکټ شل‌اوریز نړۍوال جام سیالۍ د هند او سریلانکا په کوربه‌توب روانې دي.

په دغو سیالیو کې به افغانستان خپله درېیمه لوبه سبا د متحده عربي اماراتو له لوبډلې سره ترسره کړي.

افغان لوبډلې تر دې مهاله په نړۍوال جام سیالیو کې دوه لوبې ترسره کړې چې لومړۍ لوبه یې نیوزلینډ ته او دویمه لوبه یې بیا سوېلي افریقا ته بایللې دي.

Comments

Popular posts from this blog

د متحده عربي اماراتو راس الخیمه به تر 2027 پورې بریښنایی هوایی ټکسي پیل کړي

AI په دوبۍ کې د 2025 نړیوال حکومتونو په غونډه کې د مرکز مرحله اخلي

روسیې د افغانستان اسلامي امارت وړاندیز شوی سفیر ومانه