په روانه اونۍ کې شاوخوا شل زره افغان کډوال له پاکستان او ایران څخه راستانه شوي دي
د طالبانو د حکومت احصایې ښيي چې د شنبې له ورځې څخه تر پرون دوشنبې ورځې پورې له پاکستان او ایران څخه شاوخوا شل زره افغان کډوال په خپله خوښه او جبري توګه افغانستان ته راستانه شوي دي.
د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي، چې د میزان د ۲۹ او د عقرب تر منځ ۱۳۲۶۱ افغان کډوال له پاکستانه او څه باندې ۶۵۵۲ نور افغان کډوال له ایران څخه په خپله خوښه او جبري توګه راستانه شوي دي.
دغه وزارت نن سه شنبه د اکتوبر ۲۴مه (د عقرب ۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې یوازې تېره ورځ شاوخوا ۵۲۰۰ افغان کډوال د ننګرهار ولایت د تورخم او د کندهار ولایت د سپین بولدک له لارې په زوره بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې همدا راز راغلي دي: «درې زره او ۳۱۰ تنه افغان کډوال د سلواغې په لومړۍ نېټه له ایران څخه په داوطلبانه توګه هېواد ته راستانه شول، د یادو کسانو له جملې څخه د مهاجرت د نړیوال سازمان دفتر ته ور وپېژندل شول او د نوم لیکنې اسناد یې ترلاسه کړل. خوراکي او غیر خوراکي توکي
دا کډوال په داسې حال کې له ایران او پاکستان څخه راستانه شوي چې دواړو هیوادونو په دې وروستیو کې د مهاجرینو د جبري اخراج لړۍ پیل کړې ده.
د روانې میاشتې په پیل کې اسلام اباد ټولو هغو مهاجرینو ته چې په غیر قانوني توګه په دغه هیواد کې اوسیږي، د نومبر تر لومړۍ نیټې پورې له پاکستان څخه د وتلو وخت ورکړ.
دغه راز پاکستاني چارواکو خبرداری ورکړی چې که ناقانونه کډوال په خپله خوښه ونه وځي، نیول به شي او له دغه هېواده به ویستل شي.
د پاکستاني چارواکو د معلوماتو له مخې په دغه هېواد کې ۱.۷ میلیونه بهرني اتباع چې ۱.۴ میلیونه یې افغانان دي ژوند کوي.
ایراني چارواکي دا هم وايي، چې په دغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو شمېر پنځه میلیونه کسانو ته رسېدلی دی.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ احصایې ښيي چې د طالبانو تر واکمنۍ مخکې په ایران کې ۳.۴ میلیونه افغان کډوال اوسېدل، چې شاوخوا دوه میلیونه یې ناقانونه کډوال وو. خو دغه سازمان ویلي، چې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې وروسته سلګونه زره افغان کډوال ایران ته تللي دي.
په همدې حال کې د طالبانو د حکومت د کډوالو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني د کندهار ولایت د سپین بولدک لارې ته د سفر پر مهال او له یو شمېر راستنیدونکو سره د لیدنې پر مهال وویل چې ټول افغان کډوال باید په عزت سره افغانستان ته ستانه شي.
هغه وویل چې د طالبانو حکومت له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو راستنیدو ته چمتو دی.
د طالبانو حکومت د ننګرهار ولایت د تورخم بندر ته څېرمه د شړل شویو کډوالو د لنډ مهاله اوسېدو لپاره یو کمپ جوړ کړی چې د ۵۰۰ کسانو د اوسېدو ظرفیت لري.
په پام کې ده چې د کندهار ولايت په تخته پول ولسوالۍ کې هم ورته کمپ جوړ شي.
د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویلي دي چې د دغه وزارت مسلکي مرستیال عبدالرحمن رشید د دغه کمپ د جوړولو د ارزونې او څارنې په موخه کندهار ته سفر کړی دی.
Comments
Post a Comment