بلال کریمي په بیجینګ کې د اسیا په چارو کې د چین له مرستیال سره وکتل
په چین کې د اسلامي امارت سفیر بلال کریمي د چهارشنبې په ورځ د چین د بهرنیو چارو وزارت د اسیا د چارو د ادارې له مرستیال جانګ ماومینګ سره وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سیاسي اړیکو د لا پیاوړتیا، اقتصادي، سوداګریزو، ټرانزیټ او قونسلي مسایلو په اړه بحث او خبرې وکړې.
په چین کې د افغانستان سفارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې جانګ د افغانستان او چین ترمنځ د سیاسي اړیکو د ۷۰مې کلیزې په مناسبت خبرې وکړې او یادونه یې وکړه، چې بیجینګ او کابل په تاریخي توګه په سوله او همغږي کې ګډ ژوند کړی دی.
جانګ وويل، چين به د سوله ييز ژوندانه د مثبت روحيې د پياوړتيا لپاره کوښښ وکړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ هراړخيزې همکارۍ پراخې کړي.
په همدې حال کې کریمي هم په افغانستان کې د امنیت او ثبات ټینګښت یو مهم فرصت وباله او د ټولو په ګټه یې ټینګار وکړ.
Comments
Post a Comment