څلور افغان لوبغاړي د هند د کرکټ غوره لیګ لوبډلو له ځان سره وساتل

کابل (پژواک، ۲۵ لړم ۱۴۰۴): د هند د کرکټ غوره لیګ (ای‌پي‌اېل) سیالیو په راتلونکي پړاو کې څلور افغان لوبغاړي اړوند لوبډلو له ځان سره وساتل او یو ځل بیا به ورسره لوبېږي.

د ای‌پي‌اېل غوره لیګ سیالیو لوبډلو پرون د راتلونکي پړاو سیالیو لپاره پاتې‌کېدونکي لوبغاړي اعلان کړل چې په‌کې څلور افغان لوبغاړي هم شامل دي.

راشدخان ګوجرات ټايټنز لوبډلې له ځان سره پرېیښی، پنجاب کينګز لوبډلې عظمت‌الله عمرزی، چنای سوپر کينګز لوبډلې نوراحمد او دغه‌راز ممبی انډينز لوبډلې بیا الله‌محمد غنضفر له ځان سره ساتلي دي.

خو کریم جنت، مجیب‌الرحمن، رحمان‌الله ګربز، صدیق اتل او فضل‌الحق فاروقي خپلو لوبډلو له ځان سره نه دي ساتلي او دوی به بولۍ ته وړاندې کېږي.

د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۶ کال د هند غوره لیګ د پیل نېټه لا نه ده اعلان شوې خو د روان کال د ډسمبر په ۱۶مه به په ابوظبۍ کې د لوبغاړو اخیستو بولۍ ترسره شي.

 

Comments

Popular posts from this blog

متحده عربي امارات د تاریخي روسیې او اوکراین د بندیانو تبادله منځګړیتوب کوي

متحده عربي اماراتو افغانستان ته ۱۰۵ ټنه زلزله ځپلو ته مرسته واستوله

په کابل کې هدفي بریدونه: د طالبانو د قوماندانانو پر وړاندې سیوري جګړه