ضیاالرحمن شریفي د نوین‌الحق پر ځای د کرکټ ملي لوبډلې نوملړ ته شامل شو


 کابل (پژواک، ۲۷ مرغومی ۱۴۰۴): د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې د نوین‌الحق په ښۍ اوږه کې د ستونزې له امله هغه د ویسټ‌انډیز پر وړاندې لوبلړۍ او نړۍوال شل‌اوریز جام سیالیو کې ګډون نه کوي او پر ځای یې ضیاالرحمن شریفي د ملي لوبډلې نوملړ ته شامل شوی دی.

د کرکټ بورډ خبرپاڼه کې ویل شوي چې د اړوند ډاکټرانو د طبي راپور له مخې، د نوین‌الحق د ښۍ اوږې په هډوکي کې جوړ شوی درز (Stress Fracture) لا نه دی رغېدلی او درد لري.

نوین‌الحق د درملنې لپاره انګلیستان ته لېږل شوی، پر همدې اساس به ونه شي کولای د ویسټ‌انډیز پر وړاندې لوبلړۍ او د راتلونکي نړۍوال شل‌اوریز جام سیالیو کې برخه واخلي.

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې د پرېکړې پر اساس، ضیاالرحمن شریفي چې د یادو سیالیو لپاره د ملي لوبډلې نوملړ کې په احتیاطي لوبغاړو کې و، اوس د نوین‌الحق پر ځای راوستل شوی او فرید ملک احتیاطي لوبغاړو کې اضافه شوی دی.

د یادونې ده، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به د روانې جنورۍ میاشتې په ۱۹مه، ۲۱مه او ۲۲مه په متحده عربي اماراتو کې له ویسټ‌انډیز سره درې شل‌اوریزې لوبې ترسره کړي.

Comments

Popular posts from this blog

د متحده عربي اماراتو راس الخیمه به تر 2027 پورې بریښنایی هوایی ټکسي پیل کړي

AI په دوبۍ کې د 2025 نړیوال حکومتونو په غونډه کې د مرکز مرحله اخلي

روسیې د افغانستان اسلامي امارت وړاندیز شوی سفیر ومانه