سوداگرينورالدین عزیزي د افغانستان او هند د تجارتي همکاریو غوښتنه وکړه
په دې سفر کې نورالدین عزیزي د ګډون کوونکو شرکتونو له استازو سره ولیدل او د دوی د فعالیتونو، محصولاتو او لاسته راوړنو په اړه یې له نږدې معلومات ترلاسه کړل.
د دې لیدنو په لړ کې افغان سوداګرو له سوداګریزو فرصتونو څخه د رضایت څرګندولو ترڅنګ د ځینو ننګونو او ستونزو؛ په ځانګړي توګه په بانکدارۍ، ګمرکونو او مقرراتي سکټورونو کې یادونه وکړه او د ډېرو نورو همکاریو او آسانتیاوو رامنځته کولو غوښتونکي شول.
د دغو اندېښنو له اورېدا وروسته د صنایعو او سوداګرۍ وزیر دوی ته ډاډ ورکړ، چې راپورته شوې مسلې به له هندي چارواکو سره شریکې او د حل لپاره به یې اړین ګامونه پورته کړي.
عزیزي د هند د سوداګریزې پراختیا ټولنې له مشرتابه سره، چې د دې نندارتون ترسره کوونکی هم دی؛ یوه ځانګړې ناسته تر سره کړې ده.
د دغې لیدنې پر مهال په کابل او نوي ډیلي کې د افغان- هند د ګډو نندارتونونو پر جوړولو، د افغان شرکتونو لپاره غرفو ځانګړي کولو، د افغان سوداګرو لپاره ویزې آسانه کولو او په نړیوالو پروګرامونو کې د افغانستان سوداګریز حضور پیاوړتیا ټینګار وشو.
دا لیدنه د اسلامي امارت د هغو هڅو یوه برخه ګڼل کیږي، چې پر سیمهییزه کچه د افغانستان سوداګریز دریځ پیاوړی او له هند سره اقتصادي همکارۍ ته وده ورکوي.

Comments
Post a Comment