«ترکیې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختلافاتو د حل برخه کې له منځګړیتوبه لاس اخیستی

 

کابل (پژواک، ۱۸ مرغومی  ۱۴۰۴): یوې هندي رسنۍ راپور ورکړی چې ترکیې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختلافاتو د حل لپاره له پرله‌پسې هڅو وروسته، د دغو دوو هېوادونو ترمنځ له منځګړیتوبه لاس اخیستی دی.

د راپورونو له مخې، پاکستان شاوخوا درې میاشتې مخکې د افغانستان حریم نقض کړ او ډیورنډ کرښې ته نږدې یې بریدونه ترسره کړل چې وروسته افغان ځواکونو هم غچ‌اخیستونکي بریدونه وکړل.

د راپورونو له مخې، په تېرو نږدې درېیو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان د پلاوو ترمنځ درې پړاوه خبرې اترې د ترکیې او قطر په منځګړیتوب په دوحه او استانبول او یو ځل په سعودي عربستان کې ترسره شوې؛ خو د هغه څه له امله چې افغان چارواکو یې د «پاکستان غیرمعقول غوښتنې» بللې دي، بې‌پایلې پای ته ورسېدې.

یک رسانه‌ٔ هندی به نقل منابع بلندپایه امنیتی و دیپلماتیک گزارش داده‌است که ترکیه پس از ناکامی مکرر در تلاش‌های دیپلماتیک برای حل اختلافات میان اسلام‌آباد و کابل، نقش خود را در میانجی‌گری کنار گذاشته‌است.

یوه هندي رسنۍ د لوړپوړو امنیتي او ډیپلوماتیکو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې ترکیې د اسلام‌اباد او کابل ترمنځ د اختلافاتو د حل لپاره له پرله‌پسې ډیپلوماتیکو هڅو وروسته، د منځګړیتوب رول پرېیښی دی.

تر اوسه کابل، اسلام‌اباد او انقرې په دې اړه څه نه دي ویلي.

Comments

Popular posts from this blog

د متحده عربي اماراتو راس الخیمه به تر 2027 پورې بریښنایی هوایی ټکسي پیل کړي

AI په دوبۍ کې د 2025 نړیوال حکومتونو په غونډه کې د مرکز مرحله اخلي

روسیې د افغانستان اسلامي امارت وړاندیز شوی سفیر ومانه