افغانستان او ترکیه د سوداګرۍ او پانګونې په اړه خبرې کوي
د دغه وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي، په دې کتنه کې چې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست هم حضور درلود، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر زیاتوالي، د ټرانزیټ او ټرانسپورټي ستونزو د حل او د لاجوردو دهلیز د فعالولو په اړه بحثونه وشول. .
اخندزاده عبدالسلام جواد وويل: "په دې کتنه کې ويناوالو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر پياوړتيا ټينګار وکړ او ترکيې د لاجوردو دهلېز د فعالولو لپاره له افغانستان او نورو هېوادونو سره همکارۍ ته چمتووالى څرګند کړ."
په استانبول کې د افغان – ترک سوداګرو ټولنې ویلي، چې په دې لیدنه کې پر درېیو مهمو مسایلو خبرې وشوې.
د دغې اتحادیې مشر عزت الله سادات وویل:«د دې غونډې تر ټولو مهم موضوعات افغانستان ته د ترکي پانګوالو جذبول، د سوداګریزو تعرفو کمول او د افغان سوداګرو لپاره د ویزو د شرایطو برابرول وو.»
د سوداګرۍ او پانګونې خونې ټینګار وکړ چې د لاجوردو دهلیز به د افغانستان صادرات ترکیې او له هغه ځایه اروپايي هېوادونو ته اسانه کړي.
د دغې خونې ویاند جان اقا نوید زیاته کړه:«د لاجوردو لار کولای شي افغانستان د ځمکې، هوا او سمندر له لارې له اروپا سره ونښلوي.»
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د معلوماتو له مخې، ترکي شرکتونو لېوالتیا ښودلې چې په افغانستان کې د کرنې، کانونو، انرژۍ، اسلامي بانکدارۍ او حقوقي چارو په برخو کې پانګونه وکړي.
دواړو لورو د ګډې سوداګرۍ خونې پر جوړولو، د سوداګریزو نندارتونونو پر تنظیمولو او د دا ډول غونډو پر دوام ټینګار وکړ.
Comments
Post a Comment