د پخواني افغان پاچا موټر د امریکا په یوه نندارتون کې غوره جایزه ترلاسه کړې.


 دا موټر له ۱۹۳۷ نه تر ۱۹۵۰ پورې د افغانستان له پخواني پاچا محمد ظاهر شاه سره و او وروسته يې په بریتانیا کې خپل زوم ته ډالۍ کړی و.

د افغانستان د پخواني پاچا مرسیډیز بنز موټر د امریکا متحده ایالاتونو په یوه نندارتون کې غوره جایزه ترلاسه کړه.

دغه موټر 'پیبل بیج کانکورز دالیګانس' نندارتون اعلان کړی چې سږ کال د دې نندارتون تر ټولو غوره موټر د ۱۹۳۷ کال د بنز کمپنۍ محصول دی.

دا موټر هغه وخت د افغانستان د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه په غوښتنه جوړ شوی و.

د دې نندارتون په بیان کې راغلي چې اوسمهال په نړۍ کې د دې موټرو یوازې درې دانې پاتې دي.

په بیان کې راغلي، له ۱۹۵۰ کاله را وروسته دا موټر پنځه ځلې پېر و پلور شوی دی.

ویل شوي چې دا موټر له ۱۹۳۷ نه تر ۱۹۵۰ پورې د افغانستان له پخواني پاچا محمد ظاهر شاه سره و او وروسته يې په بریتانیا کې خپل زوم ته ډالۍ کړی و.

په امریکا کې پیبل کانکورز ډالیګانس د موټر یو پخوانی نندارتون دی چې هر کال د اګست په میاشت کې د امریکا په کلفورنیا کې جوړېږي.

Comments

Popular posts from this blog

نړیوال اتحاد په ازبکستان کې د CIS سیمه کې د فاضله اوبو د درملنې ترټولو لوی فابریکه جوړولو لپاره 1 ملیارد ډالر خوندي کوي

د متحده عربي اماراتو د پاکې انرژۍ پانګونه له AED 45 ملیارد څخه زیاته ده: د پایښت لرونکي راتلونکي مخکښ کول

د درې اړخیزو اړیکو پیاوړتیا: د هند-فرانسې-متحده عربي اماراتو مجازی غونډه