کابل ته د دوبۍ الوتنې بیا پیل شوې
فلای دوبۍ هوايي شرکت له دوو کلونو او څلورو میاشتو ځنډ وروسته د چهارشنبې په ورځ د عقرب په ۲۴ مه کابل ته الوتنې پیل کړې.
د flydubai.com په وینا، ورځنۍ الوتنې د افغانستان په وخت د سهار په 9:30 او 14:55 بجو ترسره کیږي.
په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو د شورا مشر حاجي صدر خېل طلوع نیوز ته وویل چې دغه شرکت به خپلې الوتنې زیاتې کړي او ډېر ژر به د ایر عربیا په نوم یو بل هوايي شرکت هم کابل ته الوتنې پیل کړي.
صدر خېل وويل چې ډېر ژر به د سوداګرو د ويزو ستونزه هم هواره شي.
د اسلامي امارت مسؤلین وايي، دوی د فلای دوبۍ د الوتنو بیا پیلول د هېواد د اقتصاد د ودې او ترانزیت لپاره ارزښتمن ګڼي او د فلای دوبۍ د چارواکو د دې پرېکړې هرکلی کوي.
فلای دوبۍ به اوس له کابل څخه په ورځ کې دوه الوتنې کوي او د راپورونو له مخې راتلونکې میاشت به دا شمیر څلورو الوتنو ته لوړ شي.
Comments
Post a Comment