سرچینه: طالبانو په هرات کې د هغو خیاطانو دکانونه تړلي چې ښځینه کالي یې ګنډل
د افغانستان لویدیځ ولایت هرات کې فعالانو بي بي سي ته ویلي چې طالب چارواکو د امر بالمعروف ادارې په امر د ښځینه خیاطانو دوکانونه تړلي دي.
ځايي سرچینو ویلي طالبانو ځکه دا دوکانونه وتړل چې د ښځو جامې د نارینه وو له خوا ګنډل کېدلې.
هرات کې سرچینو بي بي سي ته ویلي چې څه موده وړاندې طالب چارواکو هغو خیاطانو ته چې د ښځو لپاره یې جامې ګنډلې خبرداری ورکړی وو چې که له دې کاره لاس وانخلي نو دوکانونه به یې وتړل شي.
د همدې خبرداري پایله کې پرون طالبانو هرات ښار کې د دې خیاطانو دوکانونه وتړل.
یو شمیر خیاطانو د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې ددې ګام پر وړاندې اعتراض هم وکړ، خو ځايي سرچینو بي بي سي ته وویل یو شمیر یې ونیول شول.
هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو د ځايي چارواکو نظر هم ولرو. د هرات دوالي ویاند او د اطلاعاتو او کلتور ریاست له چارواکو مو په دې اړه پوښتنه وکړه خو هغوی د بي بي سي پوښتنې ځواب نکړي.
څو ورځې وړاندې طالبانو مزار شریف ښار کې هم ښځینه خیاطۍ وتړلې. دې خیاطیو ته چې ښځو اداره کولی خبرداری ورکړل شوی وو چې د ښځو لپاره ځانګړي بازار ته ولېږدیږي، خو دوکاندارانو د مشتریالانو له لاسه وتلو او د مالي امکاناتو نشتوالي له امله دا کار ونکړ.
له بلې خوا بیا پرون ځینو رپوټونو کې وویل شول چې طالبانو د ښځو لپاره دا ځانګړی بازار د مالیاتو پر وخت نه ورکولو له امله مهرولاک کړی دی.
واک ته د طالبانو رسېدو سره د نجونو پر زدکړه د بندیز ترڅنګ د ښځو پر فعالیت ډېر محدودیتونه لګول شوي او آن عمومي پارکونو ته له تګ منع شوې دي. ځینې نړیوال بنسټ وايي د طالبانو واکمنۍ کې په کاروبار کې ۳۲ سلنه کموالی راغلی. له ډېرو محدودو استثناءاتو پرته په دولتي او نادولتي ادارو کې هم له کاره منع کړل شوي دي.
Comments
Post a Comment