د افغانستان په لوېديځ کې درې افغان امنيتي سرتېري ټپيان او ځانمرګي بريدګر وژل شوي دي


 د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې امنیتي ځواکونو د یکشنبې په ورځ د نیمروز په ولایت کې د یوه ځانمرګي بریدګر هڅه شنډه کړه چې غوښتل یې د والي پر دفتر برید وکړي.


خبرپاڼه زیاتوي:«یو ځانمرګي بریدګر هڅه کوله چې نن د نیمروز ولایت د والي پر دفتر په نښه کړي، خو امنیتي منسوبینو هدف ته له رسېدو وړاندې پېژندلی او وژلی دی.»


په خبرپاڼه کې ویل شوي، "له بده مرغه په دې پېښه کې درې امنیتي منسوبین ټپیان شوي دي."


دا په تېرو نهو ورځو کې په جګړه ځپلي افغانستان کې څلورمه چاودنه ده چې درې يې په پلازمېنه کابل ښار کې کېږي.


تر دې مخکې د افغانستان پلازمېنه کابل کې په بېلابېلو ورځو کې درې پرلپسې چاودنو لږ تر لږه ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې وه. د اسلامي دولت وسله والې ډلې په یوه میني بس کې د چاودنې مسوولیت منلی، چې پنځه تنه یې وژلي او ۱۵ نور یې ټپیان کړي دي.

Comments

Popular posts from this blog

AI په دوبۍ کې د 2025 نړیوال حکومتونو په غونډه کې د مرکز مرحله اخلي

د متحده عربي اماراتو راس الخیمه به تر 2027 پورې بریښنایی هوایی ټکسي پیل کړي

په کابل کې د لیدلو لپاره غوره ځایونه