د مالیزیا پلاوی له حکومت سره د خبرو لپاره کابل ته راغلی

د مالیزیا د بهرنیو چارو، دفاع او کورنیو چارو وزارتونو استازي او د مالیزیا د لومړي وزیر سلاکاران او د افغانستان لپاره د مالیزیا ځانګړی استازی په روانه اونۍ کې له یو شمېر لوړ پوړو چارواکو سره د لیدنې په موخه کابل ته راغلي دي.


د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي له پلاوي سره وکتل او د مالیزیا له هغو مرستو یې مننه وکړه چې په تیرو څو کلونو کې یې د هرات د زلزلې له قربانیانو سره د مرستو په ګډون کړې دي.


متقي په دې کتنه کې وویل چې د افغانستان او مالیزیا د خلکو او حکومتونو ترمنځ شته دیپلوماتیکې، مذهبي، کلتوري او اقتصادي اړیکې د پراخېدو په حال کې دي.


متقي پلاوي ته وويل: "په بېلابېلو برخو کې د سوداګرۍ او پانګونې فرصتونه شتون لري."


"افغانستان په سیاسي او اقتصادي ډګر کې یو متوازن او د اقتصاد پر بنسټ بهرنۍ تګلاره تعقیبوي. له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان اړیکې مخ په پراخېدو دي او له ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو سره یې ښې اړیکې ټینګې کړي دي.


هغه زیاته کړه، افغانستان لېواله دی چې د سویل ختیځې اسیا له هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخې کړي.


متقي زیاته کړه: "د افغانستان حکومت د مالیزیا له حکومت څخه غواړي چې د هغو ۳۰۰۰ افغانانو لپاره چې اوس مهال په مالیزیا کې ژوند کوي د روغتیا او زده کړو اسانتیاوې برابرې کړي."


په ورته وخت کې د مالیزیا د پلاوي غړي وايي، د مالیزیا حکومت غواړي له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې اړیکې پراخې کړي.


دغه پلاوي د افغانستان سیاسي وضعیت مثبت و ارزاوه او ویې ویل، هیله لري چې په نږدې راتلونکي کې د مالیزیا یو سوداګریز پلاوی افغانستان ته سفر وکړي.


یوې استازې داتو شازلینا وویل: مالیزیا هوډ لري چې د افغان ډیپلوماټانو لپاره لنډ مهاله روزنیز پروګرامونه، د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې روزنیز پروګرامونه، د ملکي خدمتونو د افغان کارکوونکو لپاره د محاسبې او پراختیا په برخه کې روزنیز پروګرامونه جوړ کړي او په دې برخه کې له افغانستان سره د مسلکي پروګرامونو په تنظیمولو کې همکاري وکړي. "


دوزيراعظم سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير هم له دغه هيئت سره وکتل او ويې ويل چې اسلامي امارت په اقتصادي اوسياسي برخو کې ډير برياليتوبونه ترلاسه کړي دي او دسيمې په ګډون نړۍ د افغانستان په اړه هيڅ انديښنې ته اړتيا نه لري .

 

Comments

Popular posts from this blog

نړیوال اتحاد په ازبکستان کې د CIS سیمه کې د فاضله اوبو د درملنې ترټولو لوی فابریکه جوړولو لپاره 1 ملیارد ډالر خوندي کوي

د متحده عربي اماراتو د پاکې انرژۍ پانګونه له AED 45 ملیارد څخه زیاته ده: د پایښت لرونکي راتلونکي مخکښ کول

AI په دوبۍ کې د 2025 نړیوال حکومتونو په غونډه کې د مرکز مرحله اخلي