د حماس مشر اسماعیل هنیه په ایران کې ووژل شو
فلسطیني سیاستوال او د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه وژنې ته په نړیواله کچه غبرګونونه ښودل شوي دي. نوموړی په تهران کې د استوګنې په ځای کې وژل شوی دی.
په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي خبرداری ورکړی چې د "وژنې پر وړاندې ځواب يې، ځانګړي عملیات دي، سخت عملیات چې د دغه جنایت عاملینو ته به د ژورې پښېمانۍ لامل شی."
بل پلو په د ایران حکومت درې ورځنی ماتم اعلان کړی دی او وايي، د اسماعیل هنیه د وژنې هڅه د "ځانګړو هدفونو" سره ترسره شوې.
د اسرائیلو د حکومت ویاند، په تهران کې د اسماعیل هنیه د وژنې په اړه له څه ویلو ډډه کړې ده. خو دا یې هم ویلي، اسرائیل د اوربند خبرو او د خپلو یرغمل شویو خوشې کولو ته ژمن دی.
په تهران کې د اسماعیل هنیه وژنه اسرائیلو ته منسوبه شوې او د قطر او مصر په څېر هېوادونو هم ویلي، اسرائیل د اوربند د خبرو د پرمختګ "مخه نیسي".
د اسرائیلو د حکومت ویاند دا هم ویلي، اسرائیل د ایران له خوا د هر ډول احتمالي غچ اخیستنې ته "د تیارسۍ" په حال کې دی.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د اسماعیل هنیه پر وژنه خواشیني ښودلې. ښاغلي مجاهد پر خپله اېکس (پخواني ټوېټر) پاڼه د هغه وژنه یوه ستره ضایعه بللې ده او پر فلسطین د اسرائیلو بریدونه یې په کلکو ټکو غندلي دي.
د طالبانو حکومت د یوې اعلامیې په خپرولو سره اسماعیل هنیه "یو مسلمان، هوښیار او با تدبیره مشر" بللی او د هغه مړینه یې "د اسلامي امت او جهادي کاروان لپاره یوه ستره ضایعه" بللې ده.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم پر اسماعیل هنیه برید غندلی او وايي، "دا ترهګریز او د نړیوالو اصولو خلاف عمل په داسې حال کې کېږي چې په غزه کې د اوربند د ټینګولو هڅې روانې وې او په سیمه کې د جګړې د پای ته رسېدو او د سولې د ټینګښت لپاره هیلې پیدا شوې وې." هغه د اسماعیل هنیه وژنه په "منځني ختیځ کې د سولې او امنیت پر ضد اقدام" بللی دی.
د افغانستان د مصالحې شورا پخوانۍ مشر عبدالله عبدالله د اسماعیل هنیه وژنه غندلې او دا یې یو "ترهګریز عمل" بللی چې د هغه په وینا دا له ټولو نړیوالو قوانینو او دودونو سرغړونه ده.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن وايي، امريکا د اسماعيل هنيه د وژل کېدو په اړه خبره نه وه او نه يې هم په دې اړه کوم رول لوبولی دی.
ښاغلی بلېنکن وايي، "دا هغه څه دي چې موږ یې په اړه نه پوهېږو او موږ په کې هېڅ رول نه درلود."
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په تهران کې دا کار "ډارنه وژنه" بللې او اسماعيل هنيه یې خپل نژدې متحد او "ورور" بللی دی.
روسیې هم په تهران کې د اسماعیل هنیه وژنه غندلې ده.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پر ټولو خواوو غږ کړی چې له زغمه کار واخلي، "هغه کسان چې د حماس د مشر د وژلو تر شا یې لاس وو، د سیمې لپاره د دې کار له خطرناکو پایلو خبر دي."
د چین د بهرنیو چارو وزارت په تهران کې د اسماعیل هنیه وژنه غندلې ده.
چین ویلي دي، دا ګام به په سیمه کې د لا زیاتې بې ثباتۍ لامل شي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت د اسماعیل هنیه وژنه یو "وحشیانه جنایت" او "له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه" بللې او د کړکېچ زیاتېدو د خطر په اړه یې خبرداری ورکړی دی.
Comments
Post a Comment