په افغانستان کې بهرنیو اتباعو ته د کار جوازونه ورکړل شول
د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبر ورکوي، چې د روان لمریز کال له پیله تر اوسه شاوخوا یو زرو بهرنیو اتباعو ته د کار جوازونه ورکړي دي.
په دې وروستیو کې د دغه وزارت چارواکو په تورخم بندر کې بهرنیو اتباعو ته د کار د جواز د وېش دفتر جوړ کړی دی.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي څرګنده کړه:«د کار او ټولنیزو چارو وزارت بهرنیو اتباعو ته په ځمکنیو او هوايي بندرونو کې د کار د جوازونو د وېش مرکزونه جوړوي چې په دې وروستیو کې په تورخم ښارګوټي کې یو مرکز پرانیستل شو. د دې هدف لپاره."
په همدې حال کې د سوداګرۍ او پانګونې خونه په هغو سکتورونو کې بهرنیو کارکوونکو ته د کار جوازونو ورکول چې هېواد ورته اړتیا لري اغېزمن ګڼي، خو د هېواد ځوانانو ته د کاري فرصتونو په رامنځته کولو ټینګار کوي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویاند، جان اقا نوید وویل، "موږ وړاندیز کوو چې د افغان مسلکي کسانو په ځانګړې توګه هغه ځوانان چې له پوهنتونونو فارغ شوي او متخصصین دي، هغوی ته د مناسبو کاري فرصتونو په برابرولو سره ډېر تمرکز وکړو."
ځینې کارپوهان هم د بهرنیو کارګرانو شتون د افغانستان د کار په بازار کې محلي اتباعو ته د تجربې د لیږد لپاره ارزښتناکه ګڼي.
د اقتصادي چارو کارپوه، عبدالظهور مدبر وویل، "بهرني کارګر کولی شي ښه تجربه راوړي، او افغان کارګران کولی شي د دوی د مهارتونو څخه ګټه پورته کړي."
د کار او ټولنیزو چارو وزارت اعلان کړی، چې په نږدې راتلونکي کې په پام کې لري په سرحدي لارو او هوايي ډګرونو کې د کار جوازونو د وېش دفترونه جوړ کړي، څو د بنسټونو او خصوصي سکټور له لارې افغانستان ته د کار لپاره راتلونکو بهرنیو اتباعو ته اسانتیاوې برابرې شي.
Comments
Post a Comment