نوي ډیلي په هند کې د اسلامي امارت د سفیر په غوښتنه غور کوي
د هند حکومت په پام کې لري چې د افغانستان د اسلامي امارت (IEA) هغه غوښتنه ومني چې په ممبۍ کې د افغانستان قونسلګرۍ ته په رسمي توګه یو دیپلوماتیک استازی واستول شي.
هندي رسنیو د دوشنبې په ورځ راپور ورکړ چې استازی لا دمخه ټاکل شوی او دا مهال د ممبۍ له قونسلګرۍ بهر کار کوي. خو دیپلوماتیک پاسپورت نه لري
که دا غوښتنه ومنل شي، نو دا اقدام به د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو د رسمي کولو لپاره یو مهم ګام وي.
تر اوسه کوم هیواد په رسمي توګه د اسلامي امارت حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی خو د سیمې ځینو هیوادونو د کابل ډیپلوماتان منلي دي.
په همدې حال کې د هندي چارواکو یوه کوچنۍ "تخنیکي" ډله له څو میاشتو راهیسې په کابل کې کار کوي.
Comments
Post a Comment