اسلام‌آباد اوس له کابل سره خبرو ته چمتو شو


 د خيبر پښتونخوا وزيراعلي علي امين ګنډاپور ویلي، چې د پاکستان فډرالي حکومت د امنيتي ستونزو د اواري لپاره له اسلامي امارت سره خبرو ته چمتووالی ښکاره کړی دی.

ګنډاپور د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ شپږویشتمه ) رسنیو ته وویل، چې د مستقیمو خبرو اترو لپاره د هغه پخوانۍ غوښتنې رد شوې وې او ناسم تعبیر ترې شوې و. په داسې حال کې، چې خیبر پښتونخوا ایالت د ستونزو له کبله زیانمن شوی دی.

هغه ویلي: " اوس فډرالي حکومت ما ته مراجعه کړې او ویلي یې دي، چې ستونزې به( له اسلامي امارت سره) له خبرو پرته حل نشي."

ګنډاپور افسوس څرګند کړی، چې اوس هم په دې برخه کې د فډرالي حکومت له لوري کوم جديت نه ښکاري.

د خیبر پښتونخوا دغه لوړپوړي چارواکي دا ټینګار هم کړی، چې افغانستان باید د یوه ګاونډ هېواد په توګه خبرو ته کښېني؛ ځکه، چې په خیبر پښتونخوا کې د امن او امان وضعیت له خبرو پرته نشي حل کېدی.

ګنډاپور وايي، په پاکستان کې له ۱۶ زره څخه تر ۱۸ پورې وسلوال فعالیت کوي. په داسې حال کې، چې په افغانستان کې له ۲۲ زره څخه تر ۲۴ زره پورې وسلوال شتوالی لري.

هغه په ​​ډاګه کړې، چې د پولې بلې غاړې ته د اورپکو پر ضد اقدام نشي کولی؛ ځکه، چې دوی افغانستان ته له ننوتلو وروسته د پاکستان له لاسرسۍ بهر کیږي.

ګنډاپور دغه راز ټینګار کړی، چې پاکستان نشي کولی له افغانستان سره ځان مخامخ ښکېل کړي او د ستونزو د حل هڅه وکړي؛ ځکه، چې دوی په ځانګړي توګه د امریکا او شوروي اتحاد په څېر د زبرځواکونو پر وړاندې بریالی مقاومت کړی دی.

نوموړي پر اسلامي امارت هم نيوکه وکړه، چې د خپلو پولو په سوله‌‌ییز امنیت کې پاتې راغلی دی.

پاکستانيو چارواکو تل ادعا کړې، چې پر پاکستان د بریدونه ریښې په افغانستان کې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت دغه ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي، چې افغانستان د پاکستان د "امنیتي ناکامۍ" مسوول ندی.

Comments

Popular posts from this blog

نړیوال اتحاد په ازبکستان کې د CIS سیمه کې د فاضله اوبو د درملنې ترټولو لوی فابریکه جوړولو لپاره 1 ملیارد ډالر خوندي کوي

د متحده عربي اماراتو د پاکې انرژۍ پانګونه له AED 45 ملیارد څخه زیاته ده: د پایښت لرونکي راتلونکي مخکښ کول

د درې اړخیزو اړیکو پیاوړتیا: د هند-فرانسې-متحده عربي اماراتو مجازی غونډه