د اسلام اباد په ناسته کې د افغانستان او قرغزستان ډیپلوماتیکې اړیکې پیاوړې شوې

په پاکستان کې د افغانستان د اسلامي امارت سرپرست سفیر سردار احمد شکیب په پاکستان کې د قرغزستان له سفیر اوازبیک اتاخانوف سره وکتل او د دوه اړخیزو او سیمه ییزو مسایلو په اړه یې ورسره خبرې وکړې.


د افغانستان سفارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو ډيپلوماتانو د افغانستان او قرغزستان پر اړيکو، د ګډو تاريخي او فرهنګي اړيکو او د افغانستان او منځنۍ اسيا د هېوادونو ترمنځ د پراخو اړيکو په اړه بحث او خبرې وکړې. دوی د همکارۍ لپاره شته فرصتونه او ننګونې هم وڅیړلې چې په سیمه اغیزه کوي.

 

Comments

Popular posts from this blog

متحده عربي امارات د تاریخي روسیې او اوکراین د بندیانو تبادله منځګړیتوب کوي

متحده عربي اماراتو افغانستان ته ۱۰۵ ټنه زلزله ځپلو ته مرسته واستوله

په کابل کې هدفي بریدونه: د طالبانو د قوماندانانو پر وړاندې سیوري جګړه