ازبکستان امریکا ته د افغان هلیکوپترو د سپارلو په اړه غبرګونونه راپارولي دي


 ازبکستان اووه هلیکوپترې چې د افغانستان د پخواني حکومت د نسکورېدو پر مهال ازبکستان ته سپارل شوې وې، امریکا ته وسپارلې.


راپورونه کاږي چې د دغو چورلکو د سپارلو اعلان په واشنګټن کې د ازبکستان په سفارت کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې وشو.


د پوځي چارو کارپوه کامران امان وايي: "دا الوتکې یرغلګر نه وې، د افغانانو له خوا لېږدول شوې وې. ازبکستان یو دوست، ګاونډی او مسلمان هېواد دی چې باید په ښه نیت یې همکاري کړې وای او الوتکې یې موږ ته سپارلې وای."


که څه هم اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې مخکې یې غوښتنه کړې وه، چې ازبکستان دې د ښو ګاونډیو اړیکو پر بنسټ افغانستان ته چورلکې بېرته ورکړي. د اسلامي امارت د دفاع وزارت ویلي، چې چورلکې د افغانانو دي او د بېرته نیولو لپاره به یې هر ډول ممکنه اقدامات وکړي.


د ملي دفاع وزارت لوى درستيز فصيح الدين فطرت وويل: "دوى بايد داسې عمل ونه مني، چې په کې د يو چا حق بل ته ورکول کېږي. دا الوتکې د افغانستان دي او د افغانستان حق دي. نورو ته د دغو الوتکو ورکول موږ ته د منلو وړ نه دي."


د تېر حکومت تر نسکورېدو وروسته ازبکستان ته ټولټال ۴۶ افغان پوځي الوتکې او چورلکې انتقال شوې.


د ملي دفاع وزارت ویاند دا هم ویلي، چې د اسلامي امارت تر واکمنۍ وړاندې په افغانستان کې ۱۶۴ پوځي الوتکې وې، چې ۸۱ یې نن پاتې دي.

Comments

Popular posts from this blog

متحده عربي امارات د تاریخي روسیې او اوکراین د بندیانو تبادله منځګړیتوب کوي

متحده عربي اماراتو افغانستان ته ۱۰۵ ټنه زلزله ځپلو ته مرسته واستوله

په کابل کې هدفي بریدونه: د طالبانو د قوماندانانو پر وړاندې سیوري جګړه