متقي د جاپان د پانګونې فرصتونه په ګوته کړل

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د هېواد مخ پر ودې نړیوالو اړیکو ته خوشبیني څرګنده کړه او ویې ویل، افغانستان له نړۍ سره باعزته او رغنده اړیکو ته لېواله دی. متقي دغه څرګندونې د پنجشنبې په ورځ په کابل کې په افغانستان کې د جاپان له سفیر کرومیا تاکایوشي سره د کتنې پر مهال وکړې. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل په خپل ایکس هینډل کې ویلي چې په دې کتنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو، د جاپان د همکاریو او نورو نړیوالو مسایلو په اړه خبرې وکړې. متقي په ټینګار سره وویل، له سیمې او نړۍ سره زموږ تعامل په مثبت لوري روان دی او اسلامي امارت په خپل متوازن، غیر ضرر او اقتصاد متمرکز سیاست له ټولو اړخونو سره د باعزته اړیکو ټینګولو ته لیواله دی. نوموړي جاپان ته د افغانستان اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره یو رغنده ګام وباله. هغه ټینګار وکړ چې دا ډول ملګرتیاوې باید د دوه اړخیزو همکاریو د عملي پرمختګ لپاره لاره هواره کړي. هغه زیاته کړه، په افغانستان کې د ټولیز امنیت له ټینګښت سره د پانګونې ګڼ فرصتونه را...