د افغانستان سوداګريز شرکت د خواف – هرات د اورګاډي له لارې اروپا ته لومړۍ جوپه ولېږدوله




 د هرات والي اعلان وکړ چې د افغانستان لومړۍ جوپه اروپا ته د خواف – هرات د اورګاډي له لارې صادرېږي.


د دغه دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لېږد کې د ۱،۲ میلیونه ډالرو په ارزښت ۲۰۰ ټنه وچه مېوه هم شامله ده، چې د هرات د خواف ریل پټلۍ له لارې د دغه ولایت د والي اسلام جار او د ایران د قونسلګرۍ په حضور کې ترکیې او اروپا ته صادره شوه.


په دې صادراتي وچه مېوه کې پسته، ممیز، بادام او جلغوزي شامل دي.


خبرپاڼه زیاتوي، چې په تېرو درېیو میاشتو کې څه باندې ۳۵ زره ټنه مالونه د خواف – هرات رېل پټلۍ له لارې لېږدول شوي دي.

Comments

Popular posts from this blog

متحده عربي امارات د تاریخي روسیې او اوکراین د بندیانو تبادله منځګړیتوب کوي

متحده عربي اماراتو افغانستان ته ۱۰۵ ټنه زلزله ځپلو ته مرسته واستوله

په کابل کې هدفي بریدونه: د طالبانو د قوماندانانو پر وړاندې سیوري جګړه