په کابل کې د امریکا د سفارت د بیا پرانستلو په اړه بحثونه روان دي: مجاهد


 د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد العربیه ته ویلي، چې په واشنګټن کې د افغانستان سفارت سرپرست حکومت ته د سپارلو او په کابل کې د امریکا د سفارت د بیا پرانستلو په اړه خبرې روانې دي.


نوموړي دا هم ویلي، چې دغه دوه مسایل یې له هغه امریکايي پلاوي سره شریک کړي، چې کابل ته یې سفر کړی و او اوس سرپرست حکومت د واشنګټن ځواب ته په تمه دی.


مجاهد العربیه ته ویلي: "په امریکا کې د افغان سفارت د سپارلو په اړه خبرې روانې دي، دا د خبرو او تفاهم پیل دی. لکه څنګه چې تاسو خبر یاست، کابل ته راغلی پلاوی له ځینو مسایلو سره امریکا ته راستون شوی، موږ باید وګورو چې د امریکا راتلونکي ګامونه به څه وي."


مجاهد په خپله وینا کې ټینګار کړی، چې سرپرست حکومت له امریکا سره د جګړې فصل تړلی او له دغه هېواد سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی. نوموړي له امریکا وغوښتل چې د کابل او واشنګټن ترمنځ د باور او اړیکو د ټینګښت لپاره په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي.


ویاند زیاته کړه: "موږ په کابل کې د امریکا سفارت څخه هم غواړو چې خپل فعالیتونه بیا پیل کړي ترڅو د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې او تفاهم رامنځته شي او د ډیپلوماسۍ له لارې د باور وړ همکارۍ ته ورسیږي چې د دواړو هیوادونو ګټې تضمین کړي."


د سیاسي چارو کارپوه معین ګل څمکني وايي: "د دوحې د تړون نیمایي برخه عملي شوې، خو پاتې نیمايي یې چې د افغانانو خپلمنځي خبرې دي، لا هم نه دي ترسره شوي. پر دې بهیر باید کار وشي. زما په اند که داسې وشي، نو له امریکا او نورو هېوادونو سره به د اړیکو ټینګول اسانه وي."

Comments

Popular posts from this blog

نړیوال اتحاد په ازبکستان کې د CIS سیمه کې د فاضله اوبو د درملنې ترټولو لوی فابریکه جوړولو لپاره 1 ملیارد ډالر خوندي کوي

د متحده عربي اماراتو د پاکې انرژۍ پانګونه له AED 45 ملیارد څخه زیاته ده: د پایښت لرونکي راتلونکي مخکښ کول

د درې اړخیزو اړیکو پیاوړتیا: د هند-فرانسې-متحده عربي اماراتو مجازی غونډه