د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو وړاندیز د بحث لپاره چمتو دی
په افغانستان کې د بریتانیا د سفارت شارژدافیر رابرټ چترټن ډیکسن د کډوالو چارو سرپرست وزیر ته خبر ورکړ چې د ملګرو ملتونو له خوا د افغانستان په اړه یوه طرحه چمتو شوې ده.
د بریتانیا سفیر د کډوالو او راستنیدونکو چارو له سرپرست مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې وویل، د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو یوه طرحه نهايي شوې او ډېر ژر به له اسلامي امارت سره شریکه شي.
هغه زیاته کړه چې دغه وړاندیز له افغانستان سره د اړیکو پر پیاوړتیا او د دغه هېواد د امنیت پر تامین ټینګار کوي او په دې برخه کې بریتانیا د پام وړ رول لوبولی دی.
د کډوالو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني هم ویلي: "ښاغلي ډیکسن په دې ناسته کې خوښي وښوده چې د افغانستان په اړه په ملګرو ملتونو کې یوه طرحه چمتو شوې او ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې د اسلامي امارت له چارواکو سره شریکه شي، هغه وویل چې په دې وړاندیز کې له افغانستان سره د اړیکو ټینګول، د امنیت تامین او داسې نور شامل دي چې د دغه سند په جوړولو کې د پاچا مهم رول لوبولی دی."
د سياسي چارو کارپوه احمد خان اندړ وويل: "د بريتانيا په څېر هېوادونه چې د افغانستان په جګړه کې يې لاس درلود او په سياسي او اقتصادي بې ثباتۍ کې يې ونډه لرله، بايد زياتې هڅې وکړي، نه يوازې د خپلو ګټو لپاره، بلکې د افغانانو د بې غورۍ مخه ونيسي."
په دې کتنه کې مولوي عبدالکبیر له اروپايي هېوادونو او په ځانګړې توګه له انګلستان سره د متقابل احترام پربنسټ د مثبتو اړیکو د جوړولو په برخه کې د اسلامي امارت ژمنه تکرار کړه.
په ورته وخت کې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د بریتانیا له سفیر سره وکتل او د کابل او لندن د اړیکو پر پیاوړتیا یې ټینګار وکړ. هغه د انګلستان له دوامداره مرستو مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې دا همکاري به دوام ومومي.
پخواني ديپلومات عزيز معارج وويل: "که بريتانيا له افغانستان سره د اړيکو د ښه کولو لپاره اقدام وکړي، ښايي نور لويديځ او اروپايي هېوادونه هم ورته کار ته وهڅوي، چې دا کار به د افغانستان په پېژندلو او له نړيوال انزوا څخه د راوتلو په برخه کې مرسته وکړي."
که څه هم بريتانيا په رسمي ډول اسلامي امارت په رسميت نه دی پيژندلی، خو دهغو استازو چې د امارت له چارواکو سره يې ليدلي دي، له موقت حکومت سره د اړيکو پر دوام ټينګار کړی دی.
Comments
Post a Comment