افغان او ایراني چارواکو پر اقتصادي همکاریو او افغان کډوالو خبرې کړې

کابل (پژواک، ۸ غويی ۱۴۰۴): ایران ته له افغانستانه تللي پلاوي د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د سوېلي اسیا چارو له مشر سره د اقتصادي همکاریو او افغان کډوالو د ستونزو د حل په اړه خبرې کړې دي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني وړمه ورځ د یوه پلاوي په مشرۍ د ایران د صادراتي وړتیاوو اووم نړۍوال نندارتون (ایران اکسپو) کې – چې د غويي له ۸مې تر ۱۲مې دوام کوي – د ګډون په موخه دغه هېواد ته تللی دی.

د یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې افغان پلاوي د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سوېلي اسیا د چارو له رییس محمدرضا بهرامي سره د اقتصادي همکاریو او د افغان کډوالو د ستونزو د حل په اړه خبرې کړې دي.

عثماني ویلي: «اسلامي امارت هڅه کوي د ایران په همکارۍ د کډوالو د باعزته بېرته ستنولو زمینه برابره کړي.»

خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې دواړو لورو د کرنیزو صنعتي همکاریو، د کرنیزو محصولاتو برخه کې د پانګونې او د خصوصي سکټور د پیاوړتیا په اړه هم خبرې کړې دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، بهرامي د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اوسني وضعیت خوښي ښودلې او ویلي یې دي چې د افغانستان د کډوالو چارو وزارت له سرپرست مولوي عبدالکبیر سره یې د کډوالو د حضور قانوني کولو او بېرته ستنولو په اړه هم سلا مشورې کړې دي.

 

Comments

Popular posts from this blog

AI په دوبۍ کې د 2025 نړیوال حکومتونو په غونډه کې د مرکز مرحله اخلي

د متحده عربي اماراتو راس الخیمه به تر 2027 پورې بریښنایی هوایی ټکسي پیل کړي

په کابل کې د لیدلو لپاره غوره ځایونه