د افغانستان او ازبکستان اړیکې د سیاست او سوداګرۍ په برخه کې پراخیږي


 د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د افغانستان په اړه د ازبکستان د مثبت دریځ ستاینه وکړه او ویې ویل چې له تاشکند سره سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخې شوي دي.

فطرت یو ځل بیا ټینګار وکړ چې سرپرست حکومت د سیمې او نړۍ له ټولو هېوادونو سره د اړیکو پراخولو هڅه کوي.

هغه وویل: "په دې وروستیو کې له ازبکستان سره د افغانستان اړیکې په سیاسي، اقتصادي، سوداګرۍ، ټرانزیټ، پانګونې او نورو برخو کې زیاتې شوي دي، اسلامي امارت له ګاونډیو هېوادونو، سیمې او پراخې نړیوالې ټولنې سره د هراړخیزو اړیکو ټینګول غواړي."

په همدې حال کې د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د بین الپارلماني اتحادیې په ۱۵۰مه غونډه کې چې د ۱۴۰ هېوادونو د استازو په ګډون جوړه شوې وه، د افغانستان له اوسنیو چارواکو سره د رغنده خبرو پر اهمیت ټینګار وکړ.

هغه وویل: "موږ باید خپل ګاونډی – افغانستان هېر نه کړو. موږ په دې باور یو چې په نړیواله کچه د دغه هېواد د انزوا کېدو مخنیوی، له اوسنیو چارواکو سره د رغنده خبرو اترو او د منځنۍ اسیا د سیمې د یوه نه بېلېدونکې برخې په توګه چې د نویو فرصتونو د برابرولو لپاره اړینه ده، مهمه ده."

سیاسي شنونکي هم د ملي ګټو پر بنسټ له افغانستان سره د نړیوالو ښکیلتیا ګټور بولي.

زلمی افغان یار طلوع نیوز ته وویل: "مخالف حکومت نړۍ ته د اقتصاد متمرکزې ادارې، نه لاسوهنې او سیمه ییز ثبات ته خپله ژمنه څرګنده کړې ده. د ولسمشر میرضیایوف څرګندونې په نړیواله کچه د افغانستان د ګټو د خوندیتوب سره سمون لري. زه هیله لرم چې د خبرو له لارې شخړې هوارې شي."

عبدالصادق حميدزوی وويل: "نړيوال نورمونه هم د برابرۍ، بشري حقونو او نړيوال نظم د تامين لپاره د ښکېلتيا غوښتنه کوي. د همکارۍ له لارې د ستونزو د حل لپاره بايد فرصتونه رامنځته شي."

دا په داسې حال کې ده چې د اروپايي ټولنې او منځنۍ اسیا مشرانو په خپله لومړۍ ګډه سرمشریزه کې په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه او له خلکو یې د ملاتړ ژمنه وکړه.

Comments

Popular posts from this blog

نړیوال اتحاد په ازبکستان کې د CIS سیمه کې د فاضله اوبو د درملنې ترټولو لوی فابریکه جوړولو لپاره 1 ملیارد ډالر خوندي کوي

د متحده عربي اماراتو د پاکې انرژۍ پانګونه له AED 45 ملیارد څخه زیاته ده: د پایښت لرونکي راتلونکي مخکښ کول

د درې اړخیزو اړیکو پیاوړتیا: د هند-فرانسې-متحده عربي اماراتو مجازی غونډه