راشدخان د تېرو ۲۵ کلونو شلاوریزو سیالیو د ۲۵ غوره لوبغاړو ډله کې لومړی مقام خپل کړی
کابل (پژواک، ۶ غبرګولی ۱۴۰۴): د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د شلاوریزو لوبو لوبډلمشر راشدخان د تېرو ۲۵ کلونو شلاوریزو سیالیو د ۲۵ غوره لوبغاړو ډله کې لومړی مقام خپل کړی دی.
د کرکټ مشهورې ویبپاڼې کرک انفو د یوې څېړنیزې پروسې له مخې له ۲۰۰۰ څخه تر ۲۰۲۵ کال پورې د شلاوریزو سیالیو ۲۵ غوره لوبغاړي په ګوته کړي چې راشدخان پهکې په لومړي مقام کې دی.
کرک انفو د راشدخان د ۲۰ اوریزو سیالیو کیریر تحلیل کړی، د لوبو په ګټلو کې یې د نوموړي اغېز او په لیګونو کې یې د هغه لوبېدل څېړلي او دغه راز یې د کرکټ له نوموتو لیګبریکرانو سره د هغه توپاچونه مقایسه کړې ده.
په دې اړه د کرک انفو په خپاره کړي راپور کې د ۲۰ اوریزو لوبو د ۲۵ مخکښو لوبغاړو نومونه راغلي چې یوازې پنځه یې متخصص توپاچوونکي دي او راشدخان له دې ډلې د وړتیا او ریکارډونو درلودو پر اساس لومړي مقام ته غوره شوی دی.
راپور کې د راشدخان د توپاچونې پر ځانګړتیاوو بېلابېلې تبصرې شوې او د نوموړي توپاچونه یې د پاکستاني عبدالقادر، اسټرالیایي شین وارن او هندي انیل کمبلي سره پرتله کړې ده.
د سرعت له مخې یې د راشدخان مقایسه بیا د پاکستاني شاهد افریدي، ویسټانډیزي سمیول بدري او افریقايي عمران طاهر سره کړې ده.
دوی ویلي، د راشد د توپاچونې سټرایک له ۱۷ کم دی؛ یعنې له هرو ۱۷ توپونو مخکې یې یوه وېکټ اخیستې او د توپاچونې ایکانومي یې له اووه کمه ده؛ یعنې هر اوور کې یې له اووه کمې منډې ورکړې دي.
راشدخان چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د شلاوریزو لوبو لوبډلمشر هم دی، اوسمهال د هندوستان په شلاوریز سوداګریز لیګ (ایپياېل) کې د ګجرات ټایټنز لوبډلې په ګټه لوبه کوي.
Comments
Post a Comment