د افغانستان ملي او له ۲۰ کلونو کمعمره فوټبال لوبډلو خپلې لوبې سوریې او تاجکستان ته وبایللې
د افغانستان او سوریې فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ سیالۍ تېره شپه د سعودي عربستان په الاحسای ښار کې ترسره شوه.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، په دغه لوبه کې د سوریې لوبډلې افغان لوبډلې ته یو پر صفر ماتې ورکړه.
همداراز د افغانستان د ۲۰ کلنو کم عمره فوټبال ملي لوبډلې بیا تېره شپه د مرکزي اسیا د اتلولۍ سیالیو په لړ کې په خپله لومړی لوبه کې د تاجکستان له لوبډلې څخه دوه پر صفر ماتې وخوړه.
یاده سیالۍ د تاجکستان په پلازمینې دوشنبې ښار کې ترسره شوه.
دغه راز د افغانستان د ۲۰ کلنو کم فوټبال ملي لوبډله به د مرکزي اسیا د اتلولۍ سیالیو په لړ کې خپله دویمه لوبه د قرغیزستان لوبډلې سره ترسره کړي.
د یادونې ده، د فوټبال ملي لوبډله به د ۲۰۲۷ کال د اسیا د ملتونو جام غوراوي سیالیو ته د لارموندنې لوبو په لړ کې خپله بله لوبه د پاکستان لوبډلې سره ترسره کړي.
Comments
Post a Comment