د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د پاکستان، بنګله‌دېش، زمبابوې او متحده‌عربي اماراتو له لوبډلو سره لوبې لري


 کابل (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۴): د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د کرکټ ملي لوبډله روان کال د پاکستان، بنګله‌دېش، زمبابوې او متحده عربي اماراتو له لوبډلو سره د شل‌اوریزو او یو ورځنیو لوبو لوبلړۍ ترسره کوي.

د کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات نن پژواک خبري اژانس ته وویل، افغان کرکټ ملي لوبډله د پاکستان له لوبډلې سره د دغه هېواد په کوربه‌توب درې شل‌اوریزې، د بنګله‌دېش له لوبډلې سره په خپل کوربه‌توب درې یو ورځنۍ او درې شل‌اوریزې او د متحده عربي اماراتو له لوبډلې سره د دغه هېواد په کوربه‌توب درې یو ورځنۍ او درې شل‌اوریزې لوبې ترسره کوي.

هغه دغه راز زیاته کړه چې ملي لوبډله به د زمبابوې له لوبډلې سره هم د دغه هېواد په کوبه‌توب د شل‌اوریزو، یو ورځنیو او ټيسټ لوبو بشپړه لوبلړۍ ولري.

نوموړي د دغو سیالیو د ترسره کېدو دقیقې نېټې په اړه معلومات ور نه کړل او نه یې هم دا وویل چې افغان لوبډله به لومړی له کومو هېوادونو سره لوبې ولري خو زیاتوي، یادې سیالۍ به د روان کال د اګسټ میاشتې په وروستیو کې پیل او په مسلسله توګه به د کال تر پایه ترسره شي.

د سادات د معلوماتو له مخې، افغان کرکټ بورډ د ۱۹ کلنو لوبډلې د سیالیو په خاطر له هند سره او د افغان ابدالیانو لوبډلې په خاطر یې د بنګله‌دېش له مسوولینو سره د افغانستان په کوربه‌توب د دوه اړخیزو لوبلړیو ترسره کېدو په اړه هم خبرې پيل کړې دي.

Comments

Popular posts from this blog

AI په دوبۍ کې د 2025 نړیوال حکومتونو په غونډه کې د مرکز مرحله اخلي

د متحده عربي اماراتو راس الخیمه به تر 2027 پورې بریښنایی هوایی ټکسي پیل کړي

په کابل کې د لیدلو لپاره غوره ځایونه