په پاکستان کې د افغان کډوالو حقونه باید ضایع نشي - متقي
د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي نن (چارشنبه د زمري نههویشتمه) په یوه غونډه کې د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار سره د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو، ټرانزیټي مسلو، لویو پروژو او د کډوالو موضوع په اړه خبرې وکړې.
د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: په دې غونډه کې امیر خان متقي له پاکستاني
لوري وغوښتل، چې د افغان کډوالو او هغو کسانو حقونه، چې په راتلونکي کې به هغه هېواد ته دننه کیږي؛ د زیانمنېدو مخه ونیسي.
په خبرپاڼه کې د اسحاق ډار د څرګندونو له مخې ویل شوي؛ د پاکستان حکومت هوډ لري، چې له افغانستان سره دوه اړخیزه سوداګري او ټرانزیټ پراخ کړي او ژمنه یې کړې، چې په دې برخو کې به اړینې آسانتیاوې هم برابرې کړي.
دواړو خواوو د پوره همغږۍ، ګډې همکارۍ، د ویزې په صادرولو کې د زیاتوالي او آسانتیا، د کرنیزو محصولاتو د لېږد چټکولو او د سوداګرۍ او ټرانزیټ د پراختیا په اړه خبرې وکړې.
Comments
Post a Comment