د ځوانانو د کرکټ اسیا جام سیالۍ؛ د افغانستان الف لوبډله نن د سریلانکا له سیالې لوبډلې سره لوبه کوي
د ځوانانو شلاوریزې اسیا جام سیالۍ پرون د قطر په کوربهتوب د افغانستان په ګډون د اتو هېوادونو د لوبډلو ترمنځ پیل شوې چې د همدې میاشتې تر ۲۳مې به دوام ولري.
د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند سیدنسیم سادات پژواک خبري اژانس ته وویل چې د هېواد د کرکټ الف (افغان ابدالیان) او د سریلانکا الف لوبډلو ترمنځ لوبه نن د افغانستان پر وخت د مازدیګر څلور بجې ترسره کېږي.
افغان لوبډله د دغو سیالیو په الف ګروپ کې د سریلانکا، بنګلهدېش او هانګکانګ له لوبډلو سره په یوه ګروپ کې لوبېږي.
د یادونې ده، افغان ابدالیان لوبډله به په دغو سیالیو کې خپله دویمه لوبه د نومبر په ۱۷مه د بنګلهدېش له الف لوبډلې سره او وروستۍ ګروپي لوبه به د همدې میاشتې په ۱۹مه د هانګکانګ پر وړاندې ترسره کړي.

Comments
Post a Comment