د افغانستان او هند بهرنیو چارو وزیرانو زلزله ځپلیو ته پر مرسته او دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړې


 د افغانستان په شمال کې د تېرې شبې له ویجاړوونکې او مرګونې زلزلې وروسته د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او دهغه هندي سیال سوبرمنیم جی شنکر ټیلیفون خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت داڼې له مخې؛ جی شنکر په تیلیفوني اړیکه کې د افغانستان د شمالي ولایتونو د تېرې شپې د زلزلې له کبله د رامنځته شوې مرګ او ژوبلې په اړه خپله خواشیني څرګنده کړه او خبر یې ورکړ، چې د خوړو په ګډون ۱۵ ټنه بشري مرستې به اسلامي امارت ته وسپارل شي.

هغه زیاته کړې؛ ډېر ژر به نورې مرستې، چې په کې درمل او خواړه شته؛ ورکړ شي.

امیر خان متقي د دې ناورین په بهیر کې د افغانستان له خلکو سره د هند له پیوستون، خواخوږۍ او ملاتړ څخه مننه وکړه او اړمنو ته پخپل وخت د مرستې له رسولو یې هرکلی وکړ.

دواړو خواوو د دوه اړخیزو اړیکو او سیمه‌ییزو مسلو پر پیاوړتیا هم بحث وکړ او د متقي له وروستي سفر وروسته یې پر پرله‌پسې همکارۍ ټینګار څرګند کړ.

د یادونې ده، چې تېره شپه د افغانستان په شمال کې د رښتر پر کچه ۶.۳ درجې زلزلې لږ تر لږه ۲۰ کسان شهیدان کړل او له ۶۰۰ څخه ډېر نور ټپیان شول.

Comments

Popular posts from this blog

متحده عربي امارات د تاریخي روسیې او اوکراین د بندیانو تبادله منځګړیتوب کوي

متحده عربي اماراتو افغانستان ته ۱۰۵ ټنه زلزله ځپلو ته مرسته واستوله

په کابل کې هدفي بریدونه: د طالبانو د قوماندانانو پر وړاندې سیوري جګړه