د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې او ایران ترمنځ لوبه مساوي شوه


 کابل (پژواک، ۱۵ لړم ۱۴۰۴): د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې او ایران ترمنځ د اسلامي هېوادونو د همبستګۍ (پیوستون) سیالیو په لړ کې لوبه دوه پر دوه مساوي پای ته ورسېده.

دا حساسه سیالي نن د افغانستان پر وخت د ماسپښین په درې بجې د سعودي عربستان د ریاض په ښار کې ترسره شوه. دواړو لوبډلو د سیالۍ تر پایه دوه ـ دوه ګولونه ووهل او لوبه مساوي پای ته ورسېده.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې خپلې لومړۍ لوبه کې د تاجکستان ملي لوبډلې ته نهه پر پنځه ماته ورکړې وه.

د اسلامي هېوادونو د پیوستون لوبو په شپږم پړاو کې اته لوبډلې ګډون لري. په لومړۍ ډله کې د سعودي عربستان (کوربه)، ازبکستان، لیبیا او اذربایجان لوبډلې یو له بل سره سیالي کوي، او د افغانستان ملي فوټسال لوبډله په دویمه ډله کې له ایران، مراکش او تاجکستان سره یوځای ده.

Comments

Popular posts from this blog

AI په دوبۍ کې د 2025 نړیوال حکومتونو په غونډه کې د مرکز مرحله اخلي

د متحده عربي اماراتو راس الخیمه به تر 2027 پورې بریښنایی هوایی ټکسي پیل کړي

په کابل کې د لیدلو لپاره غوره ځایونه